IQNA

 په ریاض کې د ګلدوزي شوي قرآن نندارتون جوړ شو

10:57 - October 06, 2025
د خبر لمبر: 3491821
ایکنا -د سورې  د  یوه خطاط محمد ماهر حاضري لخوا ګلدوزي شوی قرآن، په ۲۰۲۵ کې د عربستان د ریاض د کتاب په نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوی دی.

  ایکنانیوز  د عاجل  له قوله راپور راکړی، د سورئې خوشنویس، محمد ماهر حاضري، د قرآن له آیتونو څخه د ګلدوزۍ لپاره دوولس کاله وخت تیر کړی او یو خلاقانه اثر ئې پنځولی چې  په نتیجې کې ئې د قرآن د  خوشنویسۍ د لومړیتوب   جایزه ګټلی ده.

حاضري چې په ۲۰۲۵ کې د ریاض د کتاب  په نړیوال  نندارتون کې ئې خپل قرآن نندارې ته وړاندې کړی، په ۱۹۹۸   کې د قرآن ګلدوزي پیل کړې وه او په ۲۰۱۰ کې ئې له  ۱۲ کلنو هڅو وروسته  پای ته ورسوله.

محمد ماهر حاضري  ټول قرآن په ټوکر  باندې ګلدوزي کړی او په ټوټو کې ئې په ۸۰ سنټیمیټره اوږدوالی او ۶۰ سنټیمتره پلنوالي کې  برابر کړی دی.

دا ګلدوزي شوی قرآن ۱۲ ټوکه  لري او وزن ئې کابو  ۲۰۰ کیلوګرامه دی او لکه یو ښکلی تابلو، د قرآن په اړه د پاملرنې مفهوم ښئي.

هغه وویل:ماغوښتل چې  خپل دغه کار په عربستان کې په نندارتون  کې وړاندې کړم  او سږکال دا موقع برابره شوه او ما چې په ۲۰۲۵ کې د ریاض  د کتاب په نړیوال نندارتون کې مو ګډون وکړ چې د عربستان د ادبیاتو، نشراتو او ژباړې ټولنې لخوا ترسره شوې ده.

دغه سوریا وال خطاط   د عربي خوشنویسۍ په فعالیت کې جزئیاتو ته په اشارې سره وویل: لومړی قرآن مې کتابت کړ او له دې څخه مې عربي خوشنویسئ هنر زده کړ، بیا مې د قرآن آیتونه په  ټوکر باندې ګلدوزي کړل.

هغه ټينګار وکړ، له دې قرآن سره مې په ډېرو نندارتونونو کې ګډون کړی چې د لیدونکو له خوا ئې تود هرکلی او ستاینه شوې ده .

محمد ماهر حاضري وویل: سربېره پر قرآن، ۴۰ نبوي حدیثونه او   د لقمان حکیم ځيني وصیتونه او ځینې دعاګانې مې هم په ټوکر باندې ګلدوزي کړې دي.

د یادولو ده چې ۲۰۲۵ کې د ریاض د کتاب نړیوال نندارتون د اکتوبر له ۲ ا (د مهر یا تلي د میاشتي له ۱۰  ) څخه د «ریاض لوستل کوي» په شعار سره په عربستان کې د «امیر ه نوره بنت عبدالرحمن» پوهنتون کې پیل شوی او تر ۱۱ اکتوبر  پورې  دوام لري.

https://iqna.ir/fa/news/4308835  

captcha